کابل / د زمري ۵ / باختر
د ښارجوړولواو اراضی وزارت د بغلان په برکې ولسوالۍ کې د نجونو د یو ښوونځی نوې ودانۍ جوړوي.
د باختراژانس د خبرله مخې، د دغه ښوونځی ودانۍ د ۳۹۳ مترمربع ځمکې په ساحه کې چې ۸ درسي او اداري خونې به ولري په ۲ پوړونوکې د ۱۳ میلیونو ۹۰۰ زرو افغانیوپه لګښت د مالیې وزارت له پرمختیايي بودجې څخه جوړېږي.
-ع
0 د یوې دقیقې څخه لږ