کابل باختر دتلې دمياشتې ١٧ :
يوه وسله واله ښځه له دريو وسله والوطالبانوسره تيره شپه دخاکريزپه ولسوالۍ کې ووژل شوه.
دغه کسان په هغو عملياتو کې چې دامنيتي ځواکونوله خوا په يادې شوې ولسوالۍ کې ترسره شول ووژل شول .
په دغو عملياتو کې دوه تنه طالبان هم ونيول شول.
دخاکريزولسوالۍ امينه قوماندان سمونمل معصوم خان باخترآژانس ته وويل :
دغه عمليات دسيمي دخلکو په غوښتنه پيل شوي دي او دطالبانو له شتون څخه ددغي ولسوالۍ تربشپړې پاکولو پوري دوام لري.
1 د یوې دقیقې څخه لږ