ټولنه

د افغانستان د لويديځې حوزې د عالمانو شورا: په زده کوونکو بريد د اسلامي زده کړو پرخلاف دى

کابل باختر دوږي  اتلسمه :
د لويديځې حوزې د عالمانو او روحانيونو عالي شورا د ښوونځيو د زده کوونکو  مسمومول د اسلام د مبين دين د لارښوونو پرخلاف وبلل او دغه عمل يې وغانده .
د هيواد دلويديځې حوزې د عالمانو او روحانيونو دعالي شورا نوبتي غونډه نن د شيخ الحديث مولوي  خدا داد صالح په مشرۍ د دغه شورا  په مقرکې جوړه شوه او په هغې کې په غير انساني توطيو سره په ښوونځيوکې د زده کړې د بهير ګډوډول وغندل شول.
د عالمانو او روحانيونو د عالي شورا رييس د غونډې په پيل کې په اسلام کې  د شهيد د مقام په باب خبرې وکړې او ويې ويل: شهيد په اسلام کې لوړ مقام او ځانګړى ځاى لري.
مولوي صالح د خپلو خبرو په يوه برخه کې د ملي او اسلامي ارزښتونو د ساتنې په باب خبرې وکړې او د شهيدانو د آرمانونو د پوره کولو په خاطر يې د ډله ئيزې هلې ځلې غوښتنه وکړه .
په دې غونډه کې دغه راز په وروستيو ورځوکې د ښوونځيو د زده کوونکو مسموميت ته هم  اشاره وشوه او وويل شو چې په ښوونځيوکې د لوست د بهير ګډوډول د اسلام د مبين دين له لارښوونو سره په مغايرت کې دي .
د شورا رييس د زده کوونکو روحيې ته د زيان رسولو په لاره کې هر راز اقدام  وغانده او له خلکو څخه يې وغوښتل چې د پوهنې زيات ملاتړ وکړي .
په دې غونډه کې دغه راز شرعي فتواګانې صادرې او د برخه والو د تاييد وړ وګرځيدې .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته