کابل باختر دوري يوولسمه :
دتوفان – ١ چاڼيز عمليات چې دلغمان ولايت په مرکز او شمال ختيځو سيمو په مربوطاتو کې پيل شوې و نن په برياليتوب سره پاى ته ورسيد .
د ٢٠١ سيلاب قول اردو مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ ، دغه چاڼيز عمليات دلغمان ولايت دمرکز په شمال ختيځو سيمو کې د ډاډمن امنيت او د دولتي واکمنۍ دتامينولو په مقصد د ٢٠١ سيلاب قول اردو د لومړى پلې لوا دقوماندانۍ په مشرۍ پرون سهار پيل شوى و . چې په بهير کې يې صافي کلا ، خان کلا ، بي بي هاجره ، ارمل ، بانده ، او دداود کلي تصفيه او تلاشي شول . او يوتن دښمن ووژل شو .
1 د یوې دقیقې څخه لږ