امنیت

په تخارکې يو تن له نشه يي توکوسره ونيول شو

 کابل  باختر دسلواغې دمياشتې ٣٠ :
په تخار ولايت کې يو تن له يوې اندازې نشه يي توکوسره ونيول شو.
پوليس وايي: دغه سړى غوښتل شل کڅوړي هيروئين کابل ته قاچاق کړي.
دغه سړى نن سهار د تخار ولايت د مرکز تالقانو ښارله مربوطاتوڅخه نيول شوى دى .
د تخار ولايت يوه امنيتي مسوول د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه سړي شل کڅوړې هيروئين په ماهرانه ډول په يوه موټرکې ځاى پرځاى کړي و او غوښتل يې هغه کابل ته وليږدوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته