ورزش

د هېواد د کرکټ ملي ټيم د انترکانتيننتال کپ د جدول په سرکې ځاى ونيوه

کابل – باختر د زمري دمياشتې ١٠
د انترکانتيننتال کپ څوارلس ورځنۍ سيالۍ د افغانستان د کرکټ د ملي ټيم په برياليتوب سره پاى ته ورسيدې.
په دې برياليتوب سره د هېواد د کرکټ ملي ټيم د انترکانتيننتال کپ د جدول په سرکې ځاى ونيوه .
د کرکټ بورد د خپرونو مسوول عزيز غروال نن باختر آژانس ته وويل: د انترکانتيننتال کپ ١٤ ورځنۍ لوبې چې د هالند په کوربه تورب ترسره شوې؛ د افغانستان د کرکټ د ملي ټيم په برياليتوب سره پاى ته ورسيدې.
د غروال دڅرګندونو له مخې : په دې سيالۍ کې د افغانستان د کرکټ ملي ټيم ٣١٢ نمرې وګټلې او دهالند دکرکټ ملي ټيم د ٣٦ منډو په توپير سره ٢٧٦ نمرې ترلاسه کړې او د افغانستان د کرکټ د ملي ټيم په وړاندې يې ماتې وخوړه او د افغانستان د کرکټ ملي ټيم په دې برياليتوب سره د انترکانتيننتال کپ د سياليو د جدول په سرکې ځاى ونيوه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته