امنیت

اتو تنو وسله والوطالبانو ته مرګ ژوبله واوښته

کابل  باختر د وري  دمياشتې ٤  :
د هلمند ولايت د مارجې ولسوالۍ په ځينو سيمو د هېواد د اردو د جنګي الوتکو  د بريدونوله امله شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او دوه تنه نوريې ټپيان شول.
د٢٠٥ اتل قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګرمحمد محسن سلطاني دباختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه عمليات د افغان پوځيانوله خوا تېره شپه د هلمند ولايت  د مارجې ولسوالۍ په مربوطاتوکې ترسره شول چې له امله يې شپږ تنه وسله وال  طالبان ووژل شول او دوه تنه نوريې ټپيان شول.
خبرځاى وويل چې د دغو عملياتو په بهيرکې په عملياتوکې شاملو ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى .  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته