امنیت

د سپين غر لپاره د طالبانو نومول شوي ولسوال ووژل شو

کابل / د غویي ۴مه / باختر
د ننګرهار د سپين غر لپاره د وسله والو طالبانو نومول شوي ولسوال له ۴ ملګرو سره یې د افغان ځواکونو په بريد کې ووژل شو.
د ملي اردو ځواکونو نن سهار پر ملا مسافر په اچين ولسوالۍ کې بريد وکړ.
د هېواد په ختيځ کې سېلاب قول اردو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره تاييد کړ چې د افغان ځواکونو په دغه بريد کې د سپين غر ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوي ولسوال له ۴ ملګرو سره یې وژل شوی دی.
د رارسېدلو خبرونو له مخې؛ ملا مسافر له خپلو ملګرو سره د ننګرهار په ځينو سيمو کې د ډار اچوونکو بريدونو د ترسره کولو نيت درلود چې بريد پرې وشو.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته