امنیت

په بدخشان کې د څلورو تنو وسله والو طالبانو وژل کیدل

فیض آباد / باختر د زمري ۲۷مه
څلور تنه وسله وال طالبان پرون په بدخشان ولایت کې ووژل شول .
د۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند جګړن محمد حنیف رضایي د باختر آژانس خبریال ته وویل چې دغه وسله وال طالبان د دغه ولایت په ارغنجخواه ولسوالۍ د پوځي عملیاتو له امله ووژل شول .
ده زیاته کړه چې په دغو عملیاتوکې درې تنه وسله وال طالبان ټپیان شول .
د ۲۰۹شاهین قول اردو ویاند وویل چې دغه وسله وال طالبان د دغه ولایت د دشت قلعه ولسوالۍ په عرب تپه ولسوالۍ کې له دفاعي او امنیتي ځواکونو سره په نښته کې ووژل شول .
رضایي زیاته کړه چې په دغو نښتوکې دوه تنه نور وسله وال طالبان ټپیان شول .
د یو بل خبر له مخې :
په بغلان ولایت کې د وسله والو ډار اچوونکو له شتون څخه د نا امنو ساحو د پاکولو عملیات نن سهار پیل شول.
د۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند جګړن محمد حنیف رضایي وویل چې دغه عملیات د ولید-۱۵ په نامه د بغلان ولایت د مرکزي بغلان په ولسوالۍ کې پیل شول او د وسله والو مخالفینو له شتون څخه د دغې ولسوالۍ د نا امنو ساحو تر پاکولو پورې به دوام ولري .
پای /شکریه /خروټی

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته