کابل باختر دسلواغې ١٨ نيټه :
شل تنه په ننګرهار ولايت کې د بېلابېلو جنايي پيښو په اړوند ونيول شول.
دغه کسان د وروستيو ٢٤ ساعتو په بهيرکې د ننګرهار ولايت په ګوټ ګوټ کې د پوځيانو د ځانګړو عملياتو په بهيرکې ونيول شول.
د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقيوال باخترآژانس ته وويل ؛ په نيول شويو کسانو د وژنې ، غلا ، د نشه يي توکو د قاچاقو او د انسان تښتونې تور لګول شوى دى.
0 د یوې دقیقې څخه لږ