کابل باختر دلړم اوولسمه :
په غزني ولايت کې يوې ځوانې ښځې پرون ځان زندى کړ او خپل ژوند يې پاى ته ورساوه .
دغزني ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيې دامنيت آمر سمونوال اسد الله انصافي دباختر اژانس خبريال ته وويل : دغې ښځې دغزني ښار په قلعه شاده سيمه کې په خپل کور کې ځان زندى کړى دى .
انصافي زياته کړه چې دغه ښځه ديوه څلور کلن ماشوم مور وه او دځان وژنې علت يې لاتراوسه پورې روښانه نه دى او پوليس په دې باب څيړنې کوي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ