کابل باختر د سلواغې لومړى :
١٧ تنه وګړني پاڅون کوونکي اويوسيمه ئيز پوليس تيره شپه دوسله والو طالبانو له خوا دبلخ ولايت په شولګرې ولسوالۍ کې شهيدان شول .
د پامير د ٧٠٧ زون وياند سيد سرور حسيني دباختراژانس خبريال ته وويل دغه کسان چې دبلخ ولايت دشولګرې ولسوالۍ دبزباى دکلي په يوه کور کې ميلمانه و ، لومړى مسموم او وروسته دطالبانو له خوا په ډزو سره ووژل شول او وسلې يې هم وسله والو طالبانو له ځان سره وړي دي .
دشولګرې ولسوال سراج الدين عابد وويل چې دپيښې دڅيړنې لپاره يو هيئت دپيښې ځاى ته استول شوى دى .
ختم_ عطاالله _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ