امنیت

په سمنګانوکې لسګونه کيلوګرامه نشه يي توکي ضبط شول

کابل / د لړم ٨مه / باختر
د سمنګانو پوليسو پرون يو تن له څه دپاسه ١٤٠ کيلوګرامو نشه يي توکو سره ونيو.
د سمنګانو د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمر سمونمل محمد حسين طاهري باختر آژانس ته وويل چې دغه سړى د ايبکو ښار د آق مزار په امنيتي کمربندکې له ١٤٨ کيلوګرامو نشه يي توکو سره په يو بار وړونکي موټرکې ونيول شو.
ختم- ج- اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته