کابل باختر د ثور ١٢:
داسيا دجنوب دکيک بوکسينګ په هغو سياليو کې چې دڅو اسيايي هېوادونو ترمنځ پيل شوې دوه تنه افغان لوبغاړي دسرو زرو دمډالونوپه ترلاسه کولو سره نن هېواد ته راستانه شول .
دافغانستان دملي المپيک دکميټې دخپرونو مسوولې عاطفې محبوبې نن دباختراژانس خبريال ته وويل :په دغوسياليو کې پيغام غرنى بنګله ديشي ، نيپالي او هندي سيالانو ته يې ماتې ورکړه .دغه راز صفت الله نوري بنګله ديشي او هندي سيالانو ته يې ماتې ورکړه .
دجنوبي اسيا دکيک بوکسينګ سيالۍ دثور دمياشتې په دويمه نيټه پيل شوه او پرون پاى ته ورسيده .
1 د یوې دقیقې څخه لږ