امنیت

يوويشت تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل – باختر د غبرګولي دمياشتې ١٢
دملي اردوځواکونو په تيرو څلرويشتو ساعتوکې د چاڼيزوعملياتوپه بهيرکې ٢١ تنه وسله وال طالبان ووژل.
د ملي دفاع وزارت د ويندوى مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: دملي اردو ځواکونو دغه عمليات د غزني او کندز د ولايتونو په مربوطاتوکې ترسره کړل چې له امله يې کې ٢١ تنه وسله مخالفين ووژل شول؛ دولس تنه ونيول شول او يوه اندازه وسلې او مهمات ترلاسه شول او ٣٢ ډول ډول ماينونه کشف او شنډ کړاى شول .
ديوبل خبرله مخې: په واټ کې د ښخ کړاى شوي ماين د چاودنې له امله د ملي اردو درې تنه منسوبين شهيدان شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته