ټولنه

د٢٢ پروژو کار بشپړ شو.

کابل – باختر د زمري دمياشتې ٢٦
په باميانو ولايت کې څه دپاسه درې زره کورنيو دملي پيوستون دپروګرام ټولګټو پروژو له آسانتياو څخه ګټه واخسته.
دکليو دبياجوړولو او پراختيا وزارت د اطلاعاتو او عامه اړيکو رياست باختر آژانس ته خبر ورکړ .ددغو پروژو کار د ٢٦ مليونو ٣٥٠ زرو افغانيو په لګښت د دغه ولايت دکهمرد او ورث په ولسواليو او دباميانو په مرکز کې بشپړ او دخلکو ګټې اخستنې ته سپارلې شوې دي.
په دغو پروژو کې د ټولنيزو مرکزونو ، داوبو رسولو د زيرمې ،محافظوى ديوال ، داوبو لګولو دکانال ، دبريښنا دکوچني بند او دپلګوتو جوول دکليوالي سړکونو جوړول او کريړ اچول او دلاسي بمبو په درولو سره دڅښاک دابو دڅاګانو کيندل شامل دي .
دکليو دبياجوړولو او پراختيا وزارت دملي پيوستون پروګرام په باميانو ولايت کې دفعاليت له پيل څخه تراوسه پورې ٤٢٤ کلي دپرمختيا پروګرام تر پوښښ لاندې نيولې دي او تراوسه پورې يې په بيلابيلو برخو کې د ١٤١٥ پروژو کار بشپړ او دخلکو استفادې ته يې وړاندې کړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته