روغتیا

په بدخشان کې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په خاطر تدبیرونه ونیول شول

کابل/ د کب٢٨مه/ باختر
په بدخشان کې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په خاطر تدبیرونه نیول شوي دي.
د بدخشان والي محمد ذکریا سودا پرون مازیګر په یوه مطبوعاتي غونډه کې د کرونا ویروس او د خوراکي توکو د لوړېدو پر وړاندې د مبارزې او چمتووالي خبر ورکړ.
هغه وویل چې د بدخشان په کچه بېړنۍ کمېټې د دغه ویروس د مخنیوي په خاطر ټولو خلکو ته د پوهاوي ورکولو بهیر پیل کړی دى.
هغه زیاته کړه چې حکومت په همدې موخه بودجه په پام کې نیولې ده او دغه بودجه بدخشان ته رسېدلې ده.
ختم/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته