امنیت

يو تن وسله وال مخالف ووژل شو

کابل باختر دچنګاښ د مياشتې ٢٢ :
دلغمان ولايت  په مربوطاتو کې دالماس  _ ١٣ په نامه  په ګډو محاربوي او چاڼيزو عملياتو کې يو وسله وال مخالف ووژل شو او يو تن بل ټپي شو.
د ٢٠١ سيلاب  قول اردو د قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته  ديوې خبرپاڼې په ليږلو ليکلي دي .
د الماس _ ١٣ په نامه  ګډ محاربوي  او چاڼيز عمليات  د ٢٠١ سيلاب قول اردو دلومړۍ پلې لوا دمنسوبينو، ملي پوليسو،  د امن اوعامه نظم پوليسو او دملي امنيت  له خوا  د وسله والو مخالفينوله شتون څخه دکليو دپاکولو په موخه  دلغمان ولايت دالينګارولسوالۍ په مربوطاتو کې  پرون سهار پيل شول  چې له امله يې  يوشمير کلي تصفيه او ولټل شول  او دغه راز له تروريستانو سره د جګړې په بهير کې په شاهدخان  مشهور دسيداحمد په نامه   يو وسله والو مخالف  يي چې  دماين په جوړولو کې يې مهارت درلود ووژل  او  د  الينګار ولسوالۍ د   ګلارام  د کلي د اوسيدونکي  شاغاسي  په نامه  ددولت يو وسله وال  مخالف  چې د ګل محمد زوى دى ټپي شوى دى .
دغه راز   ٢٠١ سيلاب قول اردو  دلومړۍ لوا دڅلورم ملاتړيز کنډک منسوبينو تيره شپه  دلغمان ولايت دقرغيو ولسوالۍ  دکفترخانې په ساحه کې يو تن   دتروريستي فعاليتونو دترسره کولو په تور ونيوه  چې  له لومړنيو  تحقيقاتو وروسته  د لغمان ولايت ولايت د  ملي امنيت ا دارې  ته  وسپاره .
د دغو عملياتو په بهير کې  امنيتي او دفاعي  ځواکونو  او ملکي  وګړو ته دسر زيان او مالي تاوان  نه دى اوښتى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته