ورزش

باختر او افغان ټيمونه او دسرخ پوشانو او انصاري ټيمونه لوبې کوي.

کابل – باختر د کب دمياشتې ١١
په هرات کې دفوټبال د دولس کلنو ځوانانو د ټيمونو سيالۍ نن په دوو لوبو سره دوام کوي.
دهرات ولايت دورزشي آمريت مرستيال ضيا الحق ضيا دباختر آژانس خبريال ته وويل:- چې په دې پړاو کې د باختر او افغان او د سرخ پوشانو او انصاري ټيمونه لوبې کوي.
دضياد څرګندونو له مخې : د دولس کلنو ځوانانو دفوټبال سيالۍ د ١٦ ټيمونو په ګډون په هرات کې پيل شوې دي او هره ورځ دوام کوي چې په پرونيو لوبو کې داستقلال ټيم دصفر په وړاندې په دريو سره دخراسان ټيم ته ماتې ورکړه او د پيام آسيا ټيم دصفر په وړاندې په يوې سره داتفاق پرټيم بريالى شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته