سیاست

جمهوررئیس غني د وسله وال پوځ د ټپیانو پوښتنه وکړه

کابل باختردغبرګولي دمياشتې ٢٣ نيټه : جمهوررئیس غني د وسله وال پوځ د ټپیانو پوښتنه وکړه او هغوی ته یې د اختر مبارکي وویله . دجمهوررئيس دوياندمطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ . د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د شهید سردارمحمد داوود خان روغتون ته ولاړ او د وسله وال پوځ له ټپيانو د پوښتنې ترڅنګ یې هغوی ته د اختر مبارکي ورکړه. جمهوررئیس د وسله وال پوځ ټپیانو ته په خطاب کې وویل: زه او د افغانستان خلک ستاسې د هره یوه منندوی او قدردان یوو او ستاسې د درملنې او روغتیایي وضعیت د لا ښه والي په خاطر له ټولو امکاناتو استفاده کېږي. د امنيتي او دفاعي ځواکونو ټپیانو هم د هېواد جمهوررئیس ته د نېکمرغه کوچني اختر مبارکي ورکړه او د دوی د پوښتنې او وسله وال پوځ ته د پاملرنې له امله یې د جمهوررئیس قدرداني وکړه. هغوی ډاډ ورکړ چې له بشپړې روغتیا وروسته به بیا هم د خپلو خلکو او وطن خدمت کوي. د سردارمحمد داوود خان روغتون مسوولو ډاکټرانو جمهوررئیس ته، د ټپيانو د روغتیایي وضعیت په اړه د معلوماتو د ورکولو ترڅنګ ډاډ ورکړ چې د ډاکټرانو ټیم ۲۴ ساعته د ټپيانو په خدمت کې دی. جمهوررئیس محمداشرف غني د شهید سردار محمد داوود خان روغتون د مسوولینو او ډاکټرانو د هڅو او زحمتونو مننه وکړه او د ټپيانو پر لا ښې درملنې یې ټینګار وکړ. پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته