امنیت

دوه سوه ديارلس تنه سرتيري له روزنيز مرکز څخه فارغ شول

کابل باختر دچنګاښ دمياشتې ٥ :
د میدان وردګو ولایت د ملي پولیسو له روزنیز مرکز څخه ۲۱۳ تنه سرتيري په بېلابېلو مسلکي برخو کې د دوه میاشتینو روزنیزو زده کړو ورسته د فراغت سندونه ترلاسه کړل.
دباخترآ ژانس دخبرله مخې  :  په هغې  غونډه کې چې په همدې مقصد د میدان وردګو ولایت د ملي پولیسو په روزنیز مرکز کې د پولیسو د ښوونې او روزنې دلوى قوماندان پاسوال معشوق احمد سیلاب، ددغه  مرکز دقوماندان سمونوال جلالدین رګبار او یو شمېر افسرانو په ګډون جوړه شوې وه لومړی د میدان وردګو ولایت د روزنیز مرکز قوماندان سمونوال جلال الدین رګبار د دغو سرتيرو فراغت د کورنیو چارو وزارت لپاره د لوﺉ ویاړ ځای وباله او له ټولو فارغ شويو سرتيريو څخه یې وغوښتل چې د خپلو ترلاسه شوو روزنیزو زده کړو څخه په پوره ګټې اخیستنې سره د هېواد او هېوادوالو د لا ښه خدمت کولو په موخه  دندې ترسره کړي.
وروسته د ښوونې او روزنې لوى  قوماندان په خپلو خبرو کې فارغانو ته  مبارکي وویله زیاته یې کړه  ، ډېر خوښ یم چې نن تاسې د خپلو مسلکي زده کړو له بشپړولو ورسته د فراغت سندونه ترلاسه کوﺉ خو له تاسو څخه مو هیله دا ده چې پرته له کوم قومي، ژبني او مذهبي تعصب څخه خپلې درنې او له مسولیته ډکې دندې په پوره مېړانه او افغاني غرور سره ترسره کړﺉ.
په پای کې په فارغانو د ښوونې او روزنې  دلوى قوماندان، د روزنیز مرکز قوماندان او یو شمېر استادانو له خوا د فراغت سندونه وویشل شول.
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته