ټولنه

د ناړۍ – غازي آباد واټ د بيا پرانستلو لپاره هلې ځلې

کابل – باختر د وږي دمياشتې ٨
د کونړ ولايت د ناړۍ-غازي آباد دولسواليو ترمنځ دترانسپورتي لارې دبياپرانستلو په مقصد چې له څلورو ورځو راپه دې خوا د ډبرو د غړيدو له امله تړل شوې ده؛ هلې ځلې دوام لري.
د کونړ ولايت امنيه قوماندان جنرال عبدالحبيب سيدخيل د باختر آژانس خبريال ته وويل: د دغه ولايت د ناړۍ او غازي آباد د ولسواليو ترمنځ ترانسپورتي لاره له غره څخه د سترو ډبرو د رغړيدو له امله تړل شوې ده.
د سيمې اوسيدونکي وايي چې د دغه واټ تړلتيا د زياتو ستونزو د رامنځته کيدو سبب شوې ده او د سيمې خلک د خوراکي توکو له کمښت او قحطۍ سره مخامخ شوي دي .
د سيمې خلک وايي: طالبانو لاره تړلې ده او له دې لارې غواړي چې د سيمې د اوسيدونکو د ځورونې سبب شي.
خو د کونړ ولايت امنيه قوماندان وايي: له غره څخه د سترو ډبرو د رغړيدو له امله سړک د ترافيکو پرمخ تړل شوې ده او له اړوندو مقاماتو څخه مو غوښتي دي چې دغه سړک د ترافيکو پرمخ پرانيزي.
سيدخيل زياته کړه: د دغه سړک په تړل کيدو سره د نورستان ولايت د برګ مټال او کامديش د ولسواليو لارې هم د ترافيکو پرمخ تړلې شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته