امنیت

لس تنه وسله وال طالبان په ننګرهارکې ووژل شول

کابل / دسلواغې دمياشتې ١٧نيټه :
لس تنه وسله وال طالبان په ننګرهار ولايت کې له پوځيانو په جګړو کې ووژل شول .
دغه جګړې تېره شپه د سره رود او حصارک په ولسواليو کې د وسله والو طالبانو په مرکزونو د ملي امنيت د ځانګړو ځواکونو له بريدونو وروسته ونښتې.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي باختر آژانس ته وويل چې په دغو بريدونوکې ۱۰ تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
د را رسيدلو خبرونو له مخې: دغه وسله وال طالبان په خپلوپټنځيو کې د ډار اچوونکو بريدونو په سازمان ورکولو بوخت وو چې پرې بريدونه وشول.
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې په ننګرهارولايت کې د يولړ چاودنو مخه ونيول شوه .
امنيتي ځواکونو نن سهار د دغه ولايت له ګڼ مېشتو لارو څخه اووه ماينونه کشف او شنډ کړل .
امنيتي خبرځايونه وایي چې د دغو ماينونو په کشفولو سره په ننکرهار ولايت کې په ملکي وګړو د يولړ چاودنو مخه ونيول شوه.
پاى ذکرالله

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته