امنیت

په ننګرهار کې دچاودنې له امله څلور تنه شهيدان شول .

کابل باختر د کب  ديارلسمه :
په ننګرهار ولايت کې  دوسله والو طالبانو پرخلاف څلور تنه  پاڅون کوونکي ديوه ماين دچاودنې له امله  شهيدان او دوه تنه نور پاڅون کوونکي ټپيان شول .
ددغو خلکو دسپرلۍ کاروان پرون ناوخته دننګرهار ولايت د روداتو ولسوالۍ په بڼو کلي کې په ايښودل شوي  ماين وخوت .
  درارسيدلو خبرونو له مخې، ماين په يوه واټ کې ځاى پرځاى کړى شوي و او دپاڅون  کوونکو دسپرلۍ کاروان درسيدو په وخت کې له لرې واټن څخه وچول شو
دننګرهار ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند حضرت حيسن مشرقي وال  باختر اژانس ته وويل چې په دې چاودنه کې دوسله والو طالبانو پرخلاف څلور تنه پاڅون کوونکي شهيدان او دوه تنه نور ټپيان شول .
په ننګرهار کې ديوه روغتيايي مرکز ډاکترانو ددغې پيښې له امله ديوه ټپي روغتيايي حالت  خراب وباله  قربانيان هغه کسان بلل شوي دي چې په وار وار په ننګرهار  کې دطالبانو او داعشيانو په وړاندې جنګيدلي دي او هغوى ته يې دسر  درانده زيانونه اړولي دي .     ختم_  ف _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته