امنیت

امنيتي ځواکونو د قادس ولسوالۍ له بزباى سيمې څخه ووتل

کابل / د غبرګولي ۲۰ مه / باختر
امنيتي ځواکونو له کومې جګړې پرته د بادغيس د قادس ولسوالۍ له بزباى سيمې څخه ووتل.
د بادغيس د ولايتي شورا غړي محمد فريد اخيزي باختر آژانس ته وويل چې امنيتي ځواکونو د بزباى سيمه چې د دغې ولسوالۍ د مرکز په ٣٥ کيلومترى واټن کې موقعيت لري، وتلي او د بادغيس مرکز ته راغلي دي.
تراوسه امنيتي مسوولينو له دغې سيمې څخه د خپلو وتلو په اړه څه نه دي ويلي، خو وسله والو طالبانو په دې سيمه کې د خپل شتون په اړه رسنيو ته خبر ورکړى دى.
ختم-ج –ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته