سیاست

جمهور رئیس غني د هنرمندانو د هنري آثارو د نندارتون لیدنه وکړه

کابل_باختر د زمري د مياشتې ٢٩مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني پرون له غرمې وروسته په ارګ کې د هېواد د هنرمندانو د نقاشي، خطاطي، میناتوري او حکاکي آثارو د هغه نندارتون لیدنه وکړه چې د هېواد د خپلواکي د ۹۶کالیزې په ویاړ جوړ شوی و.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفترباختر آژانس ته خبر ورکړ:
د دغه نندارتون د نندارې پرمهال د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرایيه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله هم حضور درلود.
جمهور رئیس غني د هېواد د هنرمندانو د کار او فعالیت د وطن دوستي احساس قدرداني وکړه او هغوی یې لا ډېروهنري فعالیتونو ته وهڅول.
جمهور رئیس سره د دغه نندارتون د نندارې پرمهال د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر عبدالباري جهاني او د جمهور رئیس فرهنګي سلاکار اسدالله غضنفر هم ملګري وو. ده
د هنرمندانو د زیاتې هڅونې او د هنري کارونو د قدرداني په خاطر مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې د دوی آثار د مرکز او ولایتونو په دفترونوکې ولګوي.
جمهور رئیس غني څرګنده کړه: لکه څنګه چې د ملي نوامیسو په دفاع کې د هېواد د امنیتي ځواکونو رول مهم دی، همدارنګه د هېواد د تاریخي هویت په ساتلوکې د هنرمندانو رول پیاوړی دی.
جمهور رئیس هنرمندانو ته په خطاب کې وویل: ستاسو آثار ستاسو د ژورې هېوادنۍ مینې کیسه کوي او دغه وطن دوستي باید د افغانستان ټولو خلکو ته انعکاس شي.
جمهور رئیس ټینګار وکړ: په هېوادکې د هنري فعالیتونو د پراختیا په خاطر باید د ښکلو هنرو پوهنځی او ملي ګالرۍ پیاوړې شي.
د دې نندارتون په پای کې جمهور رئیس غني استاد ومان نیازي ته د انځورګرۍ او استاد قمرالدین چشتي ته د خطاطۍ په برخه کې د وزیر محمد اکبر خان عالي دولتي مډالونه ورکړل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته