ټولنه

په پروان ولايت کې ديوې ترافيکي پيښې له امله څلور تنه ووژل شول او دوه تنه نور ټپيان شول .

کابل باختر دزمري  يوولسمه :
په پروان ولايت کې پرون ديوې ترافيکي پيښې له امله څلور تنه ووژل شول او دوه تنه نور ټپيان شول .
دپروان ولايت امنيه قوماندان  محمد زمان مموزي  دباختراژانس  خبريال ته وويل چې دغه پيښه دپروان ولايت په چيکل سيمه کې رامنځته شوه .  مموزي وويل: دغه پيښه هغه وخت رامنځته شوه چې يو٣٠٤ ډوله موټر له دوو  کرولا ډوله موټرو سره ټکر وکړ چې ښايي  وژل شوي کسان دکرولا موټر سپرلۍ وي .
ده زياته کړه په دې پيښه کې  څلور تنه  ووژل شول او اودوه تنه  نور ټپيان شول چې  ددغې پيښې په قربانيانو کې دوه ښځې او يوماشوم شامل دي .  دمموزي دڅرګندونوله مخې،دچاريکارو_کابل لويه لاره دهېواديوه ګن ميشته  لاره ده چې دهېواد پايتخت دشمال له ولايتونو سره نښلوي .  دترافيکي نښو نښانو نشتوالي دموټر چلوونکو بې احتياطي او دواټونو خرابوالي  او دسور کموالۍ هغه موارد دي چې دهېواد په لويو لارو کې  له سپرليو څخه قرباني اخلي . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته