سیاست

احمدضيامسعود: ځوانان د اصلاحاتو او پراختيا رامنځته کوونکي او نوښتګر دي

کابل باختر د سلواغې د مياشتې   ١٧ :
د اصلاحاتو او ښې حکومتوالۍ په چاروکې د جمهور رئيس فوق العاده استازي احمدضيا مسعود پرون د ( ١٣٩٥ کال په بودجه کې د ځوانانو د رول) په غونډه کې  چې د ( جوانان امروز براى تغيير فردا ) د بنسټ له خوا جوړه شوې وه، ګډون وکړ.
د جمهور رئيس د فوق العاده استازي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د جمهور رئيس فوق العاده استازي په دې غونډه کې وويل چې د هېواد زيات شمېر وګړي ځوانان دي او د هېواد د اقتصادي، ټولنيز، سياسي او فرهنګي  ژوندانه په ټولو برخوکې د ځوانانو رول څرګند دى.
ده وويل: (( له نيکه مرغه افغانستان نن له ټولو ستونزو سره سره يو اغيزمن او فعال نسل دى چې هم له تروريزم سره دمبارزې په کارکې او هم د بيارغاونې، فرهنګ  او هنر په برخوکې د هرې ورځې په تيريدو سره وياړ ګټي او هيلې راټوکوي، خو سره له دې هم وزګارتيا او اقتصادي ستونزې د دې سبب شوې دي چې زموږ ډير ښه ځوان استعدادونه له هېواد څخه دتيښتې په فکر وي چې دا  کار د دولت د انديښنې سبب دى او د وزګارتيا د ستونزې د لرې کولو او دغه راز ځوانانو ته د زده کړې د زمينو د برابرولو لپاره يو لړ پروګرامونه تر لاس لاندې نيول شوي دي.
احمدضيا مسعود، ځوانان د هېواد خوځنده ځواک وباله او ټينګار يې وکړ چې بايد د دولت له خوا د اقتصادي او تحصيلي ژوندانه او د رهبرۍ د ودې زمينه ورته برابره شي .
ده دغه راز  زياته کړه چې د افغانستان ټول اوسيدونکي د دې حق لري چې د ښه ژوندانه امکانات ولري او دولت مکلف دى چې داسې شرايط ورته برابرکړي چې د هېواد اقتصادي او سياسي دوديز بنسټونه له ځوانو ځواکونوڅخه په استفادې سره د اصلي ټولنې په ګټه بدلون ومومي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته