امنیت

په زابل کې پنځه پروژې ګټې اخستنې ته وسپارل شوې

کابل – باختر دزمري دمياشتې ٤
په زابل ولايت کې نن دملي پيوستون دپروګرام پنځه پروژې بشپړې او ګټې اخستنې ته وسپارل شوې .
د زابل ولايت دکليو دبياجوړولو او پراختيا رييس محمد نعيم پوپل دباختر آژانس خبريال ته وويل: په دغو پروژوکې د ابو د دريو بندونو ، پلګي او د استنادي ديوالونو جوړول شامل دي چې دامريکا دمتحده ايالاتو دپرمختيايي پروګرام له خوا تمويلې شوې دي .
ديوه اړونده خبرځاى دڅرګندونو له مخې: دغه پروژې دڅه دپاسه پنځه مليونه افغانۍ لګښت لري.
خبرځاى زياته کړه چې ددغو پروژو په بشپړيدو سره د شهرصفا ولسوالۍ په مربوطاتو کې د څښاک د روغتيايي اوبو دنشتوالي او د سيند د اوبو دڅپانده کيدو خطر د احتمال له پلوه د اووه سوه کورنيو ستونزې لرې شوې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته