سیاست

جمهور رئیس غني د هند د نوي سفیر باورلیک ومانه

کابل باختر د سلواغۍ څلورمه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن مازدیګر د هند د نوي سفیر من پریت هورا باورلیک دیو لړ تشریفاتي مراسمو په ترڅ کې ومانه.
دجمهور رييس دوياند دفتر باختر آژانس ته خبرورکړ.
د باورلیک د وړاندې کولو په مراسمو کې چې په ارګ کې ترسره شول، د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین حکمت خلیل کرزي هم حضور درلود. دواړو لوریو په بېلابېلو برخو کې د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو او همکاریو د پراختیا په هکله بحث او خبرې وکړې.
د هېواد جمهور رئیس د هند نوي سفیر ته په دغه نوي ماموریت کې د بریالیتوب هیله وکړه.
د هند نوي سفیر من پریت هورا په افغانستان کې د خپل نوي ماموریت په پیلولو خوښي څرګنده کړه او وې ویل، د خپل ماموریت پرمهال به کوښښ وکړي، چې د دواړو هېوادونو تر منځ مناسبات پراخه کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته