اقتصاد

په هېواد کې د کنځلو توليد زيات شوى دى

کابل/ دغبرګولي ٣/ باختر
د کرني مسوولان وايي د هېواد په کچه څه ناڅه ٤٢ زره ټنه کنځلي توليد شوي دي.
د باخترآژانس د خبرله مخې: د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د معلوماتو او احصايې رياست شمېرني ښيي چې د تېرکال په بهيرکې په ټول هېواد کې له ٦٥ زره هکټاره ځمکې څخه ٨٥٥ ټنه کنځله توليد شوې ده.
ويل کېږي د کنځلو زياتره کروندې په فارياب ، جوزجان، سرپل، بلخ ، سمنګانو، کندز، تخار، بغلان او هلمند ولايتونو کې شتون لري.
دغه بوټى د غوړيو د برابرولو او پوستکي په سلامتيا کې استفاده کېږي او د شکرې ناروغۍ په مخنيوي کې هم زيات ګټور دى.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته