سیاست

جمهور رئیس غني، ډاکټر نذیراحمد پیروز ته د سیدجمال‌الدین افغان د عالي دولتي مډال په ورکولو سره د هغه کارونه وستایل

کابل- باختر- د مرغومي د مياشتې ٧مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې د لوړو زده‌کړو وزارت د ستر سلاکار او د برلین تخنیکي پوهنتون د معلوماتي او فرهنګي بین المللي مرکز رئیس ډاکټر نذیر احمد پیروز د قدرونې مراسمو کې ګډون وکړ.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
دغه مراسم چې په ارګ کې ترسره شول، د هېواد لومړۍ میرمن، د لوړو زده‌کړو وزیرې او د دغه وزارت معینانو، په عامه اړیکو او سټراټیژیکو ‎چارو کې د جمهور رئیس ستر سلاکار احمد‌نادر نادري، د ملګرو ملتونو په چارو کې د جمهوررئیس سترې سلاکارې فرخنده زهرا نادري، د کابل پوهنتون رئیس او د برلین تخنیکي پوهنتون ښوونکو او د ماسټرۍ دورې فارغانو ګډون درلود، په پیل کې د جمهوررئیس فرهنګي سلاکار اسدالله غضنفر، ډاکټر نذیر احمد پیروز ته د سیدجمال‌الدین افغان د عالي دولتي مډال د ورکړې په هکله د جمهور رئیس فرمان ولوست.
ورپسې جمهوررئیس غني  ډاکټر نذیراحمد پیروز ته په افغانستان کې د معلوماتي ټکنالوژۍ د ترویج او په دغه ډګر کې د ګټورو او قدر وړ خدمتونو په خاطر چې نوموړي په خپله دنده کې په اخلاص، صداقت او ژمنتیا سره  ترسره کړي دي، د علامه سیدجمال‌الدین افغان عالي دولتي مډال ورکړ.
د هېواد جمهوررئیس د وینا پر مهال وویل: نن د ویاړ ځای دی چې د افغانستان د دولت او ملت په استازیتوب د ډاکټر پیروز د کارونو قدرداني او ستاینه کوم.
جمهوررئیس وویل،  ډاکټر پیروز ټولو افغانانو ته ژمن دی او په ټول هیواد کې یې د معلوماتي ټکنالوژۍ د ترویج په برخه کې ځنډ نه‌دی کړی او د ظرفیت جوړونې کوم میتود یې چې عملي کړی  بې‌ساری دی.
جمهوررئیس غني څرګنده کړه،  ډاکټر نذیر احمد پیروز د افغانستان لپاره ټول شموله لیدلوری لري، هغه نه یوازې ‎دا چې د افغان ځوانانو د زده‌کړو لپاره هلې ځلې کوي، بلکې هر ځوان ته چې ده زده‌کړه ورکړې ده، هېواد ته بېرته راګرځیدلی او د نورو ځوانانو د ښوونې په برخه کې فعالیت کوي.
هغه وویل، ډاکټر پیروز د یوه بدلون محرک دی چې په دوامداره توګه د نورو لپاره د مثبت تغییر او بدلون فرصت برابروي.
جمهوررئیس وویل: زما ټینګار پر سترې بشري پانګې دی چې په افغان مهاجرینو کې موجوده ده او دا د افغانستان پانګه ده او هر افغان باید هغوی ته د نه بېلېدونکې بشري پانګې په سترګه وګوري او په خلاصه غیږه یې ومني.
محمد اشرف غني وویل، د افغانستان دوه نسلونه له سترو ظرفیتونو سره د مهاجرت په دیار کې لوی شول چې هر یو یې د یو هوسا او باثباته افغانستان په جوړولو کې پراخه ونډه اخېستلای شي.
جمهوررئیس وویل، موږ د معلوماتي ټکنالوژۍ د څلورم صنعتي انقلاب په ډګر کې یو ملي بحث ته اړتیا لرو، ځکه چې موږ په درېوو صنعتي انقلابونو کې ګډون ونه کړ.
جمهوررئیس غني هغو ټولو ‎برخو ته چې د ډیجیټلي کېدو په حال کې دي اشاره وکړه وې ویل، زموږ لپاره د نوري فایبر شبکه ډېره حیاتي ده، ځکه چې آسیا له اروپا سره نښلوي چې زموږ ژوند هم ورپورې تړلی دی. هغه له خصوصي سکتور څخه وغوښتل چې په دغه برخه کې ګډون وکړي.
جمهور رئیس وویل،  نن د مور او ماشوم د مړینې د شمېر له پلوه افغانستان په خورا بد حالت کې دی، چې موږ کولای شو د نوې ټکنالوژۍ په مټ پر لیرې واټن درملنې ‎دغه ستونزه حل کړو.
محمداشرف غني څرګنده کړه، د افغانستان د پوهنتونونو د مدیریت او تمرکز ډول باید له دودیزو چوکاټونو را ووځي، تر څو لا زیات خدمتونونه وړاندې کړي.
ورپسې ډاکټر نذیراحمد پیروز خبرې وکړې او د سیدجمال‎الدین افغان عالي دولتي مډال ترلاسه کول یې ستر ویاړ وباله،  د خپلو کړنو او په افغانستان کې یې د معلوماتي ټکنالوژۍ د پرمختګ او په دغه برخه کې یې د شته ننګونو په اړه  معلومات ورکړل.
هغه وویل، هېواد ته له راستنېدو وروسته زموږ لومړی ګام د کابل په پوهنتون کې د کمپیوټر د مرکز سیستم جوړول و، ومو غوښتل چې د دغې پروژې له لارې ‎د کابل پوهنتون د ښوونکو او محصلینو پوهاوی لوړ کړو.
ډاکټر نذیراحمد پیروز وویل،  د ځوانانو د ظرفیت لوړونې لپاره مو د هېواد له مختلفو پوهنتونونو څخه یو شمېر محصلین د ماسټرۍ دورې لپاره د برلین تخنیکي پوهنتون ته لیږلي چې تر دې دمه یې ۷۵ تنه فارغ شوي دي، د هېواد له ۱۰ نورو پوهنتونونو څخه  ۲۵ تنه د برلین په تخنیکي پوهنتون کې پر لوړو زده کړو بوخت دي چې ۴ تنه یې د دکتورا په کچه زده کړې کوي او په پام کې ده چې ۳ تنه نور هم په راتلونکي زیږدیز کال کې د برلین تخنیکي پوهنتون ته د دکتورا دورې لپاره ولیږو.
ډاکټر پیروز د معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې نننیو ننګونو، د نوري فایبر شبکې اهمیت، په دغه برخه کې د خلکو پوهاوي، د نړۍ له معبترو پوهنتونونو سره د افغانستان پوهنتونونو د وصلېدو، د معلوماتي ټکنالوژۍ امنیت او له سایبري بریدونو څخه د مخنیوي او د معلوماتي ټکنالوژۍ په پراختیا کې د ځوانانو د رول په اړه خبرې وکړې.
هغه له ځوانانو وغوښتل چې په وړو سیاستونو کې بوخت نه شي او د زده‌کړو، اقتصاد او فرهنګ جوړولو په برخه کې هلې ځلې وکړي.
ډاکټر نذیراحمد پیروز د خپلو خبرو په پای کې وویل، موږ باید د دولت په کچه د معلوماتي ټکنالوژۍ په ډګر کې یوه ملي او سټراټیژیکه مفکوره رامنځته کړو.
د دې په دوام، د هېواد جمهور رئیس په یوه ځانګړې ناسته کې د هېواد د مختلفو پوهنتونونو له یو شمېر استادانو او محصلینو سره چې د برلین په تخنیکي پوهنتون کې یې د ماسټرۍ په کچه زده کړې کړې دي او له یو شمیر هغو محصلینو سره چې په یاد پوهنتون کې پر زده کړو بوخت دي، خبرې وکړې.
په دغه ناسته کې دوه تنه استادانو د نورو په استازیتوب د ډاکټر نذیراحمد پیروز د قدرونې په خاطر مننه وکړه، وې ویل، له بشري ظرفیتونو څخه دې په لوړو زده‌کړو کې ګټه واخېستل شي.
هغوی وویل، د برلین له تخنیکي پوهنتون څخه فارغ شوي ځوانان د ټکنالوژۍ په برخه کې غوره ظرفیتونه لري چې کولای شي له دولتي ادارو سره خپلې تجربې او زده‌کړې شریکې کړي.
په دغه ناسته کې د هېواد له مختلفو پوهنتونو څخه د کمپیوټر ساینس له پوهنځیو څخه یو شمېر فارغانو هم خبرې وکړې، هغوی وویل، تمه لري په مختلفو دولتي ادارو کې یې د جذب زمینه مساعده شي.
هغوی وویل، د معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې د بشري ځواک په موجودیت سره، اړتیا نشته چې د دغې څانګې متخصصین له بهرنیو هېوادونو څخه په دولتي ادارو کې جذب شي، ځکه موږ کولای شو په دغه برخه کې له هېواد او خپلو خلکو سره مرسته وکړو.
په پای کې، جمهوررئیس د علم په زده کړه کې د دوی له هلوځلو څخه د قدردانۍ ترڅنګ دوی ته په خطاب کې وویل، خپل مشخص وړاندیزونه له حکومت سره شریک کړئ، تر څو د هغه په رڼا کې د همکارۍ زمینه برابره شي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته