فرهنګ

ميرمن حسينه صافۍ : دسيد جمال الدين افغان مفکوره او تفکر داسلامي نړۍ په ټولو خلکو پورې اړه لري .

کابل باختر دوږي  يوولسمه :
دافغانستان او مصر  ددوستانه اړيکو دنوى يمې کاليزې په هرکلي په کابل پوهنتون کې دهنري او فرهنګي اثارو نندارتون او دفلم جشن جوړيږي  .  دغه ټکى په کابل کې دمصر سفير نن داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت له سرپرستې ميرمن حسينې صافۍ سره په کتنه کې بيان کړ .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ، په دې کتنه کې دواړو لورو ددغو اړيکو داهميت او دهغو په ودې او پراختيا په باب هراړخيزې خبرې  وکړې
دمصر سفير دغه راز په دې کتنه کې  په دغه هېواد کې دباختردخزانې دنندارتون دجوړولو غوښتنه وکړه .
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرستې  طرحه کړه چې دافغانستان او مصر تاريخي او فرهنګي اړيکې اوږده لرغونتيا  لري
دې دمصر له سفير  څخه وغوښتل چې دموزيم ، لرغون پوهنې ، او ژورناليزم په برخو کې  دبورسونو په برابرولو کې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سره همکاري وکړي .
دمصر سفير دغه راز دعلامه سيد جمال الدين افغان دهغه تنديس يادونه وکړه  چې ددغه هېواد په يوه ستر واټ کې  نندارې ته وړاندې شوى دى .
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرستې  وويل چې دعلامه سيد جمال الدين افغان ارزښتناکه  سياسي اوفرهنګي مفکوره  او تفکر يواځې  په افغانستان پورې اړه نه لري داسلامي هېوادونو په ټولو خلکو پورې اړه پيداکوي .
ددغې کتنې په پاى کې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرستې  وويل چې دباختردخزانې  دنندارتون دجوړولو لپاره بايد لومړى  يو تفاهم ليک لاسليک شي .
  ختم_   ف _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته