کابل- باختر دسلواغي څليرويشتمه:
افغان سندر غاړى په امريکا کې دګرمي جايزو د ويشلو په پنځه پنځوسمو مراسموکې تېره شپه جايزه وګټله .
دباختر اژانس د خبر له مخې: عمر اکرم د امريکا په لاس انجلس کې د ګرمي جايزو د ويشلو په مراسموکې دعشق د پژواکونو د البوم په خاطر د نوى نسل د ډير ښه البوم جايزه ترلاسه کړه .
دعشق د پژواکونو البوم، دولس سندرې لري او په ٢٠١٢ کال کې بازار ته وړاندې شول چې د مينه والو له تاوده هرکلى سره مخامخ شول .
دغه البوم په زرګونو ليږل شويو البومونوکې جايزه وګټله .
دګرمي جايزه د نړۍ د موسيقي د صنعت ډېره معتبره جايزه ده .
1 د یوې دقیقې څخه لږ