ټولنه

يوه څلور لارې دغازي ميرزمان خان په نامه ونومول شو .

کابل باختر د ثور څلورمه :
  داحمد شاه بابا مينې دپروژې  لومړى  څلور لارې  نن دغازي ميرزمانخان په نامه ونومول شوه .
دباختراژانس دخبريال دخبرله  مخې ، په هغې غونډه کې چې له همدې امله  ديوشمير دولتي مسوولينو ، په کابل کې  دکونړ دقومونو د پيوستون دشورا  ديوشمير غړو او دسيمو دخلکو په ګډون جوړه شوې وه  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست  پوهاند محمد رسول باوري  د غازي ميرزمانخان دکارنامو په باب معلومات ورکړل او ويې ويل  چې دى دهېواد دخپلواکۍ يو مبارز او وياړلې  اتل و .   دغه راز  په دې مراسمو کې  دجمهور رييس سلاکار راشدي په کابل کې  دکونړ ولايت  دقومونو دپيوستون دشورا مرستيال  ممتاز ساپى  دختيځو ولايتونو دقومونو دشورا مسوول عبدالخالق پشه يي ، دعلومو  داکاډمي غړي سليمان لايق ، دولسي جرګې غړي عبدالقادر ځاځى ، اسمعيل  يون او دکابل ښاروالۍ  ددولسمې ناحيې رييس  په وار سره  په خپلو خبرو کې وويل : چې افغانستان  وياړلى او روښانه  تاريخ لري . او دهېواد دبيلابيلو قومونو خلکو دهېواد  دخپلواکۍ  او ازادۍ  دترلاسه کولو په خاطر مبارزو کې ارزښتناک رول لوبولى دى .
دوى  دانګليس په وړاندې دغازي ميرزمانخان دمبارزو او دشخصيت دبيلابيلو اړخونو په باب  خبرې وکړې او څرګنده يې کړه چې  دغه مبارز شخصيت  نه يوازې په يو قوم  بلکې  دافغانستان  په ټولو خلکو پورې مربوط دى .
  دغه راز دوى  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت ، کابل ښاروالۍ او له نورو ارګانونو څخه  چې دغازي ميرزمان خان په نامه ددغې  څلور لارې  دنومولو په لاره کې  هلې ځلې کړي دي مننه اوقدرداني وکړه .
  دغه راز  دغازي ميرزمانخان دکورنى يوتن غړى  خالد زماني  په خپلو خبرو کې  دغونډې له برخه والو او له نورو ارګانونو څخه  چې دغازي ميرزمانخان په نامه داحمد شاه بابا مينې دپروژې دلومړى څلور لارې  دنومولو په خاطر هلې ځلې کړي دي  مننه وکړه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته