کابل /دليندې ٢١مه / باختر :
طالبانو په تېره يوه مياشت کې په غور کې دمخابراتي شبکو اووه انتنونه ويجاړ کړي دي .
دغور دمخابراتي خدمتونو ( اترا ) دتنظيم مسوول سيد مير غفوري د باختر اژانس خبريال ته وويل چې دغه مخابراتي انتنونه ددغه ولايت دتيورې ، پسابند ، شهرک اوټولک په ولسواليو کې ويجاړ شوي دي .
دمخابراتي شبکو ددغو انتنونو په ويجاړېدو سره دغور خلک دمخابراتي خدمتونو له نشتوالي څخه له زياتو ستونزو سره لاس اوګريوان شوي دي او هغوى له دولت څخه غواړي چې دغې ستونزې ته دحل لاره ولټوي .
ختم_ عطاالله _اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ