کابل باختر دزمري يوولسمه :
په پروان ولايت کې پرون ديوې ترافيکي پيښې له امله څلور تنه ووژل شول او دوه تنه نور ټپيان شول .
دپروان ولايت امنيه قوماندان محمد زمان مموزي دباختراژانس خبريال ته وويل چې دغه پيښه دپروان ولايت په چيکل سيمه کې رامنځته شوه . مموزي وويل: دغه پيښه هغه وخت رامنځته شوه چې يو٣٠٤ ډوله موټر له دوو کرولا ډوله موټرو سره ټکر وکړ چې ښايي وژل شوي کسان دکرولا موټر سپرلۍ وي .
ده زياته کړه په دې پيښه کې څلور تنه ووژل شول او اودوه تنه نور ټپيان شول چې ددغې پيښې په قربانيانو کې دوه ښځې او يوماشوم شامل دي . دمموزي دڅرګندونوله مخې،دچاريکارو_کابل لويه لاره دهېواديوه ګن ميشته لاره ده چې دهېواد پايتخت دشمال له ولايتونو سره نښلوي . دترافيکي نښو نښانو نشتوالي دموټر چلوونکو بې احتياطي او دواټونو خرابوالي او دسور کموالۍ هغه موارد دي چې دهېواد په لويو لارو کې له سپرليو څخه قرباني اخلي .
0 1 دقیقه لوستل