امنیت

نهه تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل – باختر د ثور دمياشتې ٧
امنيتي ځواکونو په تيرو ٢٤ ساعتوکې د امنيتي فعاليتونو په بهيرکې نهه تنه وسله وال طالبان ووژل.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
امنيتي ځواکونو د ننګرهار، کاپيسا، کندز او د زابل د ولايتونو په مربوطاتوکې يو لړ امنيتي فعاليتونه ترسره کړل چې له امله يې نهه تنه وسله وال طالبان ووژل شول؛څلورتنه ټپيان او دوه تنه نوريې ونيول شول.
په دغو فعاليتونوکې د وسلو يوه اندازه مهمات او چاوديدونکي توکي هم ترلاسه شوي دي.
دغه راز د ملي پوليسو ځواکونو د خوست، هرات ، بادغيس او د هلمند د ولايتونو په مربوطاتوکې نهه ماينونه ترلاسه او شنډکړي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته