کابل ، د غبرګولی ۹ مه ، باختر
د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په هېواد کې د بهرنیو ډلو شتون او فعالیت په اړه د ملګرو ملتو سازمان د امنیت شورا د څارنې ډلې وروستی رپوټ بې بنسټه بللی او رد کړی یې دی.
د باختر آژانس د خبر له مخې، په هغه اعلامیه کې چې نن د بهرنیو چارو وزارت له لوري خپره شوې ویل شوي چې د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د بهرنیو ډلو د شتو او فعالیت په اړه د ملګرو ملتو سازمان د امنیت شورا د څارنې د ډلې دیارلسم رپوټ بې بنسټه بللی او رد کړی یې دی.
په اعلامیه کې ویل شوي دي:( حقیقت دا دی چې اسلامي امارت په بیا واکمنېدو سره له افغانستان څخه د سیمې او نړۍ هېوادونو ته د هر راز زیان مخه نیول شوې ده او د افغانستان دولت په تېرو ۹ میاشتو کې تل هڅې کړي، چې د نړۍ او سیمې له هېوادونو سره د باور فضا رامنځته کړي).
د بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې، د افغانستان اسلامي امارت یو ځل بیا په خپلو ژمنو ټینګار کوي او ډاډ ورکوي چې د نورو پرخلاف به د افغانستان له خاورې څخه استفادې اجازه هیچا ته ورنه کړي.
دغه وزارت ټڼیګارکړی دی: موږ د دې غوښتنه کوو چې اطلاعات د ناپېژاندو منابېعو ترلاسه نشي او د افغانستان اوسني دولت ته دغه مشبوع حق ورکړشي چې حقایق د خپل دایمي استازي له لارې د امنیت شورا او نورو هېوادونوته وړاندې کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې یوشمېر رسنیو په دې وروستیو وختو کې د ملګرو ملتو سازمان د امنیت شورا د څارنې ډلې د رپوټ پر بنسټ داسې خبرونه خپاره کړي دي چې ګنې بهرنۍ ډلې اوس هم په افغانستان کې شتون او فعالیت لري چې دغه ادعا د اسلامي امارت له خوا بې بنسټه بلل شوې او رد شوې ده.
ج