سیاست

مشرانو جرګې هغه تروريستي بريد چې دارسلا جمال دشهادت سبب وغانده

کابل باختر دتلې دمياشتې ٢٣ :
دمشرانو جرګې رييس  فضل الهادي مسلميار او  اداري غړو هغه تروريستي بريد چې  دلوګر دوالي ارسلا جمال دشهادت سبب شو  په کلکه وغانده .
دغه راز دمشرانوګې رييس او اداري  غړو  دخپلې  خواخوږۍ  او ډاډګيرنې مراتب دشهيدارسلا جمال  کورنۍ او دلوګرولايت خلکو ته څرګند کړي دي.
دمشرانو  جرګې  په پيغام کې چې له همدې امله باخترآ ژانس ته رسيدلې  دى  ويل شوي دي  چې ډار اچوونکي هيڅکله  دافغانستان دخلکو ملي او اسلامي ارزښتونو ته پاملرنه نه کوي .
په جومات کې  چاودنه  چيرته چې مسلمانان د خداى  عبادت کوي ديومسلمان سړي  کار  نه دى .
دا لومړى ځل نه دى  چې ډار اچوونکي په  جوماتونو بريدکوي پخوايې هم دخلکو  وينې په جوماتونو کې تويې کړي دي .
دمشرانو جرګې رييس او اداري غړو  په داسې حال کې چې د ډار اچوونکو دغه انساني اواسلامي ضد جنايت غندي  د  الله  (ج)  له دربار څخه دغه شهيد ته دفردوس جنت  او پاتې کسانو ته يې دجميل صبر هيله کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته