کابل/ د غبرګولي ٢٥ مه / باختر
د کابل امنيې قوماندانۍ يوه ماشومه نجلۍ د انسان تښتوونکو له منګولو څخه آزاده کړه او د دغې پېښې په اړوند يې دوه کسان نيولي دي.
باختر آژانس د کابل امنيې قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر له خولې خبر راکړ؛ تېره شپه د کابل امنيې قوماندانۍ منسوبانو په هغو عملياتو کې چې د کابل ښار په ١٧مه ناحيه کې ترسره کړل؛ يوه ١٢کلنه نجلۍ يې د انسان تښتوونکو له منګولو څخه آزاده کړه او د پېښې په اړوند يې دوه کسان نيولي دي.
ناپېژاندو وسله والو کسانو څو ورځې وړاندې دغه نجلۍ د څلورمې ناحيې له مربوطاتو څخه وتښتوله.
پاى ذ
0 د یوې دقیقې څخه لږ