کابل باختر د وږي د مياشتې ١١ :
لس تنه وسله وال طالبان په سر پل ولايت کې له جګړې لاس واخيست او عادي ژوند يې غوره کړ.
دغه طالبان له خپلو وسلو او مهماتو سره د سولې له بهير سره يو ځاى شوي دي او وايي له دې وروسته به د افغانستان د امنيت په تامينولو او بيا رغاونه کې ونډه واخلي .
د سر پل ولايت يو امنيتي مسوول دباختر آژانس خبر يال ته وويل :دغه لسو تنو وسله والو طالبانو تر اوسه پورې ددغه هيواد په ځينو سيمو کې له حکومت سره په جګړه کې و.
ده دسولۍ له بهيرسره ددغو وسله والو طالبانو پيوستون دسر پل د امنيت په ښه والي کې ارزښتناک وباله.
0 د یوې دقیقې څخه لږ