کابل باختر دوږي اوولسمه :
دبغلان ولايت پوليسو يوسړى دنشه يي توکو دقاچاقو په تور نيولې دى .
دبغلان ولايت دامنيې قوماندانۍ له نشه يي توکوسره دمبارزې مدير سمونوال نظام الدين نظام دباختراژانس خبريال ته وويل دغه سړى تيره شپه ددوشي ولسوالۍ دکيله ګي په ساحه کې هغه وخت دپوليسو له خوا ونيول شو چې اووه ديرش کيلوګرامه چرس يې په يو سراچه موټر کې ځاى پرځاى کړى و او دده صلاح له ولسوالۍ څخه دپلخمري ښار په لور روان و .
دخبرځاى دڅرګندونوله مخې ، ترلاسه شوي چرس له موټر او دقضيې له عامل سره امنيه قوماندانۍ ته ليږدول شوى دى .
2 د یوې دقیقې څخه لږ