امنیت

اووه تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل باختردچنګاښ دمياشتې١٨نيټه :
اووه تنه وسله وال طالبان په ننګرهار ولايت کې دپوځيانو په ناڅاپي بريد کې ووژل شول  .
په دغو وسله والوطالبانو نن سهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې  بريد وشو.
دننګرهار دوالي وياند عطاالله خوږياڼي باختر آژانس ته وويل چې دپوځيانو په دې بريد کې اووه  تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
ده وويل: دغه وسله وال طالبان کله چې په ډاراچوونکو فعاليتونو بوخت وو، پرې بريد وشو.
ويل کيږي په دې بريد کې د وسله والو طالبانو يوشمېر وسلې او موټر سايکلونه دپوځيانو لاسته ورغلي دي.
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته