امنیت

پنځه طالبان په بادغیس کې ووژل شول

کابل / د لیندۍ ۲۷ مه / باختر
پنځه وسله وال طالبان په بادغیس کې د پوځیانو په برید کې ووژل شول.
دغه پېښه تېره شپه په بالامرغاب ولسوالۍ کې هغه وخت رامنځته شوه چې پوځیانو د طالبانو پر کاروان برید وکړ.
د هېواد په لوېدیځ کې د ظفر قول اردو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې د پوځیانو په برید کې ۵ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
پای/ سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته