ورزش

د هېواد د کرکټ ملي ټيم له دوو ماتو وروسته د برياليتوب په هيله سيالي کوي

کابل/ باختر/ د غبرګولي دمياشتې ١٨مه د افغانستان د کرکټ ملي ټيم نن مازيګر د نو ي زيلاند له ټيم سره سيالي کوي. دغه لوبه د کرکټ د نړيوال جام د ٥٠ آوريزو سياليو په دوام ترسره کېږي . دباختر آژانس د خبرله مخې: د هېواد د کرکټ ملي ټيم په داسې حال کې د نوي زيلاند د کرکټ له ټيم سره سيالي کوي چې په دوو لوبوکې چې ترسره کړې يې دي، ماته خوړلې ده. د نوي زيلاند د کرکټ ټيم د هغو ټيمونو له جملې څخه دى چې کارپوهانودغه ټيم د نړيوال جام يو مدعي بولي. په هرحال، داسې هيلې شته چې دهېواد دکرکټ ملي ټيم وکولاى شي په درېيمه لوبه کې بريالى شي. ختم_ سعيده _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته