خبرونهفرهنګ

کندهار کې د میوند کاروان سرای د ثبت او سجل چارې ترسره شوې

کابل، د مرغومې ۴ مه، باختر

د هېواد سویل کندهار ولایت کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د کندهارـ هرات په لویې لارې پروت د میوند کاروان سرای د ثبت او سجل چارې بشپړې شوې دي.

دغه تاریخي کاروان سرای ۱۴۰ کاله لرغون دی او په ۲،۲۰ جریبه ځمکه کې په پخواني سبک رغول شوی دی.

د معلوماتو له مخې دغه کاروان سرای هغه وخت د سوداګرو او مسافرو د دمه ځای لپاره کارول کېده.

باید وویل شي، چې اسلامي امارت هڅه کوي د هېواد تاریخي ځایونه ثبت او ورغوي، چې اوس مهال د اکثریتو هغو د بیا رغونې چارې روانې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته