خبرونهفرهنګټولنهTOP

کندهار کې د زرغونې انا مقبرې د بیارغولو چارې بشپړې شوې

کابل، د کب ۲۹مه، باختر
د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري په کندهار کې د لوی احمدشاه بابا د مور زرغونې انا د مقبرې د بیا رغولو چارې بشپړې شوې دي.
د لوی احمدشاه بابا د مور زرغونې انا مقبره چې د ارغنداب ولسوالۍ اړوند په کوهک سيمه کې موقعيت لري، د بیارغولو چارې یې درې مياشتې وړاندې د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري پيل شوې وې چې اوس پای ته ورسېدې.
د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي انعام الله سمنګاني باختر آژانس سره په خبرو کي وويل، چې د زرغونې انا مقبرې په بیارغونه ۱۱ ميليونه افغانۍ لګښت راغلی، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت له بوديجې څخه ورکړل شوی دی.
د يادولو ده، چې د هېواد په کچه د تاريخي آبداتو د بیارغولو په دوام په کندهار کې د لوی احمدشاه بابا د کور ترميماتي چارې هم دوام لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته