– کابل، غبرګولي ۲مه، باختر
د کاپیسا ولایت د ښار جوړولو او ځمکو ریاست په دغه ولایت کې (۲۸) جریبه ځمکه سکېچ او د شاوخوا (۴۰۶) جریبه نورو ځمکو څلور خواوې یې تعین کړې.
یاد ریاست وایي، دغه چاره یې د دې لپاره وکړه چې په یاد ولایت کې ذکر شوې ځمکه د غصب له ګواښه وژغورل شي.
دغه راز په کاپیسا کې د یو شمېر ملکیتونو دوسیې حقوقي مراجعو ته سپارل شوي او څو نورې ساحې د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د محاکمو د حکم د تطبیق په موخه کد ستري سروې شوه.
د کاپیسا د ښار جوړولو او ځمکو رئیس وایي، د کدستري سروې له درکه راټول شوي عواید د وزارت په عوایدو او خدماتو کې جمع شوي دي.
هېره دې نه وي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت هوډ لري چې د ټول هېواد په کچه د دولتي ځمکو د تثبیت په موخه کروکي او سکېچ وکړي او دغه راز غصب شوې ځمکې بېرته د غاصیبینو له منګولو خلاصې او عاملین يې عدلي ارګانونو ته وسپاري.
افغانمل