فرهنګ

دامير شير علي نوايي نړيوال سمپوزيم په ډيرلنډ ممکن وخت کې په کابل کې جوړيږي .

کابل باختر  د زمري اتلسمه :
دامير علي شيرنوايي دنړيوال سپموزيم  دکار دتدارک تر څنګ نن په کابل کې ددوستو هيوادونو ديوشمير سفيرانو په ګډون  دصدارت دګلخانې په ماڼۍ  کې يوه غونډه جوړه شوه .
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ.  ددغې غونډې په پيل کې  دجمهوري رياست دلومړي معاونيت ددفتر درياست مرستيال همايون خيري  وويل چې په هيواد کې دفرهنګي کار دوام او په هغه کې  ددوستواو ګاونډيو هيوادونو دعالمانو او پوهانو ګډون ددوستانه اړيکو په ټينګښت او په فرهنګي  مبادراتو  کې څرګند رول لري .
ده ددغې غونډې  دجوړولو هدف دامير علي شيرنوايي دنړيوال سمپوزيم  دجوړولو لپاره تيارى وباله او ويې ويل  چې دغه سمپوزيم  ددغه افغان سياستوال او پوه  دزيږيدنې  دپنځه سوه پنځه  اويايمې کاليزې په درناوى په ډير لنډ ممکن   وخت کې په کابل کې جوړيږي .
  په دې غونډه کې دهغو پوهانو ، نوايي پيژندونکو او څيړونکو نومونه  مشخص شول چې ټاکل شوې ده په دې سمپوزيم کې ګډون وکړي او امير علي شيرنوايي دژوندانه ، شخصيت او اثارو په باره کې خپلې علمي مقالې وړاندې کړي .
په غونډه کې دامير علي شيرنوايي  دنړيوال سمپوزيم  دجوړونکي کميسيون  بلن ليکونه دحاضرو هيوادونو سفيرانو ته وړاندې  شول چې له خپلې لارې دخپلو هيوادونو پوهانو ، نورې پيژندونکو او څيړونکو ته وړاندې شي چې په دې لاره کې لازم تيارى ونيسي .
  امير علي شيرنوايي دټيموريانو په دوران کې  دهيواد مشهور شاعر پوه ژباړونکي او سياستوال وچې په دوو  ژبو ازبکي او دري يې شعر وايه اوله هغه څخه دهيواد دبډاى فرهنګ د خزانې ترمنځ ارزښتناک  اثار په ميراث پاتې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته